د واتیکان خبرداری: د ایران پر ضد هر ډول برید به نړیوال ثبات زیان رسوي

د واتیکان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او اسراییلو له خوا پر ایران د احتمالي برید د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا ډول کړنې کولای شي د نړیوالو قوانینو بنسټونه کمزوري او نړۍ له پراخې بېثباتۍ سره مخ کړي.
کاردینال پیېترو پارولین د «واتیکان نیوز» له پورټال سره په مرکه کې ویلي، په اوسني وضعیت کې «د قانون ځواک پر ځای د ځواک قانون غلبه موندلې ده». هغه ټینګار وکړ، که هېوادونو ته د «مخکېني جګړې» د پیل حق ورکړل شي، ټول نړیوال نظام به له جدي ګواښ سره مخامخ شي.
د پارولین په وینا، د امریکا او اسراییلو له لوري پر ایران د جګړې اعلان به هغه بهیر پیاوړی کړي چې د نړیوالو منل شویو حقوقي اصولو د کمزورۍ لامل کېږي. هغه دا اقدام «ډېر د اندېښنې وړ» وباله او زیاته یې کړه چې دا کړنه کولای شي د شخړو کچه له سیمهییزې جګړې هاخوا نوره هم پراخه کړي.
د واتیکان د بهرنیو چارو د وزیر دا دریځ له دې امله د پام وړ بلل کېږي چې د دې مذهبي بنسټ چارواکي معمولاً د هېوادونو د پوځي سیاستونو له څرګندو او نیوکو څخه ډډه کوي. د هغه وروستۍ څرګندونې د واتیکان له خوا په وروستیو کلونو کې د یوې پوځي شخړې په اړه تر ټولو څرګند رسمي غبرګون بلل شوی دی.




