سياستمهم خبرونه
د افغانستان هوايي ځواکونو په کوټه کې د پاکستاني FC ملیشیانو پر مرکز برید کړی

د خپرو شویو راپورونو له مخې، د افغانستان هوايي ځواکونو د پاکستان د FC ملیشیانو پر عمومي قوماندانۍ چې د «غزه بند» په نوم مشهوره ده، په کوټې ښار کې د کچلاغ په سیمه کې بریدونه ترسره کړي دي. دغه ښار د بلوچستان ایالت مرکز دی.
راپورونه وايي، په دې بریدونو کې د پاکستاني ملیشیانو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتي دي؛ خو تر اوسه د دقیقو تلفاتو شمېر او د احتمالي زیانونو جزئیات نه دي خپاره شوي.
د سرچینو په وینا، دا مرکز د پاکستان د پوځ اړوند د FC ملیشیانو له تر ټولو لویو اډو څخه ګڼل کېږي، چې د بلوچستان په ایالت کې موقعیت لري. کوټه د پاکستان د سوېل لوېدیځ له مهمو ښارونو څخه ده، چې تل یې امنیتي او پوځي ارزښت درلود.
تر اوسه د پاکستان او افغانستان رسمي چارواکو په دې اړه علني نظر نه دی څرګند کړی.




