مهم خبرونهنړیوال

د مسکو په غونډه کې د امریکا او روسیې لوړپوړو چارواکو د اوکراین د جګړې پر سوله خبرې وکړې

د اوکراین د جګړې پر جبهو کې د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو له زیاتېدو سره هم‌مهاله، تېره شپه مسکو د امریکا او روسیې د لوړپوړو چارواکو د یوې مهمې ناستې کوربه و، چې پکې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو او سولې پر لارو چارو خبرې وشوې.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، لئونید شاروف، چې د روسیې د لوېدیځ محاذ د مطبوعاتي مرکز مشر دی، ویلي چې د دوی سرتېرو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو شمېر اوکرایني ډرونونه هدف ګرځولي دي. د هغه په وینا، شپږ فکس‌وېنګ ډرونونه او ۵۲ د «ومپایر» ډول هیګزاکوپترونه نسکور شوي، او له دې سربېره، ۱۳ برېښنايي جګړه‌ییزې اډې، ۳۲ د ډرون کنټرول مرکزونه او څلور مهمات‌خانې ورانې شوې دي.

په ورته وخت کې، د روسیې د ختيځ محاذ مطبوعاتي افسر دیمیتري میسکوف ویلي، دوی د اوکراین پنځه د ډرون کنټرول مرکزونه له منځه وړي، او په یوه تعرضي عملیات کې یې یو شمېر لوژستیکي مرکزونه او مهم تجهیزات، چې یوه ستارلینک مخابراتي اډه هم پکې شامله ده، ویجاړ کړي دي.

د دغو پراخو نظامي عملیاتو سره سره، د روسیې او د امریکا د استازو ترمنځ تېره شپه یوه مهمه ناسته وشوه. دا غونډه د ولسمشر دونالد ټرمپ د ځانګړي استازي، سټیو ویتکاف، په مشرۍ ترسره شوه. تر دې دمه، د دغو خبرو دقیق جزیات رسنیو ته نه دي څرګند شوي.

راپورونه ښيي چې امریکايي پلاوي له مخکې له اوکرایني چارواکو سره په فلوریډا کې لیدلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، دا لیدنه ګټوره بللې ده.

ولسمشر دونالد ټرمپ څو اونۍ مخکې د اوکراین د بحران د پای ته رسولو لپاره یو ۲۸ ماده ییز پلان وړاندې کړی و، چې پکې د اوکراین ځینې سیمې روسیې ته د سپارلو وړاندیز هم شوی. دا وړاندیزونه د لوېدیځو چارواکو او سیاسي شنونکو ترمنځ سخت بحثونه راپارولي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button