ایران د افغانستان له لارې د چین پر لور د ریل پټلۍ د ترانزیټي لارې د طرحې ارزونه کوي

د ایران د ریل پټلۍ د ادارې یوه لوړپوړي چارواکي اعلان کړی چې تهران دا مهال د دې امکان څېړي چې د افغانستان له لارې چین ته یوه نوې ترانزیټي ریل پټلۍ جوړه کړي؛ دا پروژه کولی شي ایران له افغانستانه د ختیځې آسیا هېوادونو سره ونښلوي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، دا طرحه د ریل پټلۍ د پراخولو نقشه له هرات ولایت څخه تر بلخ پورې، او وروسته د بدخشان ولایت او واخان دهلېز په لور دوام مومي؛ هغه مسیر چې افغانستان د چین له پولو سره نژدې کوي او د جغرافیایي موقعیت له نظره د ترانزیټي اهمیت وړ دی.
د دغو راپورونو پر بنسټ، که پروژه عملي شي، ایران به د افغانستان د رېل شبکې له لارې له چین سره وصل شي، او دا مسیر به په سیمه کې د افغانستان د ترانزیټي موقعیت د پیاوړتیا لامل شي.
خو د زیربنایي وضعیت، امنیتي ننګونو او د طالبانو ادارې او ګاونډیو هېوادونو تر منځ د شفافو همکاریو چوکاټ نشتوالی هغه عوامل بلل شوي چې د دې ډول لویو سیمهییزو پروژو راتلونکی یې له ابهام سره مخ کړی دی.




