ملګري ملتونه: د افغان کډوالو پر ضد د امریکا پالیسي ناسم اقدام دی

د ملګرو ملتونو سازمان د امریکا د حکومت له هغه پرېکړې سره مخالفت کړی چې د افغان وګړو د مهاجرت دوسیو په لنډ مهالې توګه بندېږي. دا پرېکړه وروسته تر هغه وشوه چې په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ په نږدېوالي کې ډزو دوه تنه د امریکا ملي ګارد غړي هدف وګرځول.
په تازه غبرګون کې، ملګرو ملتونو ویلي چې پناه غوښتنه یو نړیوال بشري حق دی او هېڅوک نهشي باید له دغه حقه بې برخې شي. سازمان زیاته کړې: هغه کسان چې له جګړې، تاوتریخوالي یا طبیعي آفتونو تښتي، باید د نړیوال ملاتړ لپاره ازاد لاس ولري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې دا اداره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي څو د افغان کډوالو ملاتړ په مختلفو هېوادونو کې وکړي.
د امریکا د حکومت یاده پرېکړه د هغو زرګونو افغان وګړو په اړه اندېښنې راپورته کړي چې د طالبانو له واکمنۍ څخه تښتي. طالبان د بشري حقونو پر سرکوب، د ښځو پر محدودیتونو او پراخو تاوتریخوالو له امله د ډېرو افغانانو د بهر ته تېښتې اصلي لامل بلل کېږي.




