سياستمهم خبرونه

امام جمعه زاهدان: طالبانو ته نرمه رویه ساده‌لوبه او تېروتنه ده

آيت‌الله مصطفی محامی، د زاهدان امام جمعه، د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د شيعه امام جمعه‌ګانو په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د کمال‌خان او کجکي بندونه د امریکا په پلان جوړ شوي او د ترکیې په مرسته جوړ شوي دي، څو ایران ته د اوبو د راتګ مخه ونیول شي.

هغه زیاته کړه چې د دغو بندونو د جوړېدو ساختماني مواد هم ایران چمتو کړي ول، خو بالاخره طالبان نه غواړي ایران ته اوبه ورکړي او نه امریکا ورته دغه اجازه ورکوي. محامي پر هغو کسانو نیوکه وکړه چې د ده په وینا طالبان نرم ارزوي، او وې ویل چې دا چلند «تېروتنه او ساده‌لوبه» ده.

نوموړي ټينګار وکړ چې ایران باید د طالبانو له خوا د اوبو ترلاسه کولو ته تمه ونه لري، بلکې باید د کورنیو بدیلونو لټه وکړي؛ لکه چاهونو، تصفیه‌خونو او له عمان سمندر څخه د اوبو د لېږد پروژه. هغه وویل چې په افغانستان کې د اوبو مسیرونه او د بندونو جوړښت داسې تنظیم شوي چې ایران ته د اوبو تګ مخه نیول شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د سراوان، ایرانشهر او چابهار په څېر ښارونو کې ځینو سیمه‌ییزو چارواکو هم د بندونو ناکارنده‌والی ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دا بندونه د خلکو لپاره ستونزه ګرځېدلي، نه د اوبو کموالي د حل درمل.

محامي باور لري، که هغه اوبه چې له ایران څخه پاکستان ته ځي ودرول شي، نو بیا به له افغانستانه د اوبو اخیستو ته اړتیا نه وي.

آيت‌الله محامي همداراز د ایران د دولت پر لومړیتوبونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې دولت د اوبو د وضعیت له لږ ښه‌والي وروسته د عمان له سمندر څخه د اوبو د لیږد پروژه هیره کړې او خپل تمرکز یې لوی‌لارې او رېل‌پټلۍ ته اړولی دی. هغه دا حالت اندېښمنونکی وباله او وغوښتل چې د ایران په ټولنه کې باید د اوبو پر موضوع زیات تمرکز وشي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button