ملګري ملتونه: افغانستان له دریو لویو بحرانونو سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکی اندریکا راتواته ویلي چې افغانستان دا مهال د درېیو لویو بحرانونو، د وچکالۍ، د کډوالو د راستنېدو او د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله، له جدي ستونزو سره مخ دی.
نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې وچکالۍ د افغانستان ۷۰ سلنه وګړي، چې د کرنې پر عوایدو پورې تړلي دي، اغېزمن کړي او له همدې امله د هېواد د خلکو خوړو خوندیتوب سخت زیانمن شوی دی.
راتواته زیاته کړه چې د ایران او پاکستان څخه د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغان کډوالو راستنېدل او همدارنګه نړیوال مالي بحران چې د انساني او پراختیايي سرچینو په جدي کمښت بدل شوی دی، د افغانستان پر وړاندې نور ستر ننګونې دي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ټینګار کړی چې تر اوسه یواځې ۳۷ سلنه د سازمان هغه بشري مرستې تمویل شوې دي چې د افغانستان لپاره غوښتل شوې وې.
راتواته همدارنګه وویل، په ټول هېواد کې ۴۰۰ بشري روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي چې له امله یې له درې میلیونو زیات کسان له روغتیایي خدمتونو بېبرخې شوي دي. همدارنګه، ۳۰۰ د تغذیې مرکزونه تړل شوي چې تر ۸۰ زرو ماشومانو، شیدې ورکونکو میندو او نورو اړو کسانو باندې یې اغېز کړی دی.
هغه هیله څرګنده کړه چې تر ۲۰۲۶ زکال پورې ملګري ملتونه وکولای شي په افغانستان کې، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره، داسې چاپېریال رامنځته کړي چې دوی وکولای شي د هېواد په بیا جوړونه او د ټولنو د ژغورنې په چارو کې برخه واخلي.
راتواته زیاته کړه: «خلک د روغتیا، زدهکړې، ټولنیز ملاتړ او د عاید سرچینو د دوامداره پروګرامونو اړتیا یادوي. دا پروګرامونه رښتینې د خلکو د ژوند ژغورونکي دي. هغوی له موږ غواړي چې دغه پروګرامونه وساتو او که ممکن وي پراخ یې کړو، ځکه دا هره ورځ د خلکو ژوند بدلوي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) مخکې ویلي و چې افغانستان به د ۲۰۲۶ زکال په ترڅ کې هم د نړۍ له سترو بشري کړکېچونو څخه وي.
دغه اداره ټینګار کړی چې د کلونو جګړې، اقتصادي کمزورتیا او د بنسټیزو خدمتونو کمې پانګونې د افغانستان د نفوسو د لویې برخې د زغم وړتیا راټیټه کړې ده.
راپور زیاتوي چې دا فشارونه اوس د خوړو له ناامنۍ، د کډوالو له پراخ راستنېدو، د اقلیمي بدلونونو له امله د وچکالۍ، طبیعي پېښو او د ښځو او نجونو له منظم محرومیت سره یوځای شوي دي.
په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه افغانان چې د هېواد ۴۵ سلنه نفوس جوړوي، د بشري مرستو اړتیا ولري.




