اسلامي هېوادونو د اسرائيل له خوا د سوماليلنډ پېژندنه وغندله

د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) د پاکستان، سعودي عرب، ايران، ترکيې، مصر، قطر او يو شمېر نورو اسلامي هېوادونو سره يو ځای، د اسرائيل پرېکړه چې د سوماليلنډ سيمه په رسميت وپېژني، په کلکه وغندله او دا يې د سوماليا د حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا خلاف عمل وباله.
د دغو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډه اعلاميه کې راغلي دي، چې د سوماليلنډ پېژندنه، چې د سوماليا په شمال لوېديځ کې موقعيت لري، له نړيوالو قوانينو او د هېوادونو د پېژندل شوو پولو د درناوي له بنسټيز اصل سره په ټکر کې ده. دغه هېوادونه ټينګار کوي چې د سوماليا د ملي يووالي او حاکميت د کمزورولو هر ډول هڅه د منلو وړ نه ده.
په اعلاميه کې همدارنګه ويل شوي، اسلامي هېوادونه د سوماليا د فدرالي دولت له حاکميت څخه بشپړه ننګه کوي او خبرداری ورکوي چې دا ډول پرېکړې کولای شي د سيمې پر سولې او ثبات منفي اغېز ولري او شته کړکېچونه لا پسې پېچلي کړي.
له دې سره هممهاله، د طالبانو ادارې هم د يکشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې د اسرائيل اقدام وغندلو او دا يې د نړيوالو قوانينو خلاف او د يو اسلامي هېواد د وېشلو هڅه وبلله. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې دا ډول پرېکړې کولای شي د سيمې کړکېچونه زيات کړي.
په اسلامي هېوادونو د ګډې اعلاميې کې همدارنګه ټينګار شوی چې د سوماليلنډ د پېژندنې موضوع بايد هېڅ ډول د فلسطين له مسئلې سره تړلې ونه ګڼل شي. د دوی په وينا، د فلسطين موضوع د اسلامي نړۍ لپاره يوه اصولي او بدلېدونکې نه ده، او هر ډول اټکل په دې برخه کې په کلکه رد کېږي.
سوماليلنډ له ۱۹۹۱ کال راهيسې له سوماليا بېلتون اعلان کړی او د اداري، سياسي او امنيتي جوړښتونو په لرلو سره په عملي ډول خپلواک فعاليت کوي؛ خو تر اوسه دا سيمه د نړيوالې ټولنې له خوا په رسميت نه ده پېژندل شوې. د سوماليا فدرالي حکومت پر دې ټينګار کوي چې سوماليلنډ د دغه هېواد نه بېلېدونکې برخه ده او هر ډول بهرنۍ پېژندنه ردوي.




