ټولنه‌یزمهم خبرونه

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرحدونو پورې اړخو جرمونو تخنیکي غونډه وشوه

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په افغانستان کې اعلان کړی چې یوه تخنیکي ناسته یې د غړو هېوادونو د استازو او د طالبانو د ادارې د چارواکو په ګډون په کابل کې جوړه کړې ده. د دې ناستې هدف دا ښودل شوی چې د مخدره موادو د قاچاق، پیسو مینځه وړنې، تروریزم ته د تمویل او نورو سرحدونو پورې اړخو جرمونو پر ضد د باور جوړونې اقداماتو په اړه تخنیکي خبرو ته زمینه برابره شي.

یاد دفتر زیاته کړې چې دا ناسته د دوحې د بهیر یوه برخه ده؛ هغه بهیر چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې، د یوناما، د اسلامي همکاریو سازمان او د افغانستان لپاره د قطر د سفیر په همکاري عملي کېږي. د دوحې بهیر په وروستیو میاشتو کې د نړیوالې ټولنې او د طالبانو د ادارې ترمنځ د خبرو یوه چوکاټ په توګه تعقیب شوی.

که څه هم ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د دغو ناستو موخه د سیمه‌ییزې همکارۍ پیاوړتیا ده تر څو د منظم جرمونو مخنیوی وشي، کارپوهان وايي چې له افغانستان دننه د شفافیت او حساب ورکوونې له تضمین پرته، دا خبرې به ښې پایلې و نه لري. یو شمېر څارونکي په دې باور دي چې د طالبانو اداره لاهم نده توانېدلې چې د سرحدونو پورې اړخو جرمونو، په ځانګړې توګه د مخدره موادو د قاچاق پرضد عملي ژمنتیا وښيي او نړیواله ټولنه باید په تعامل کې له طالبانو سره روښانه معیارونه ولټوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button