ټولنه‌یزمهم خبرونه

نږدې ۲۵۰۰ بهرني وګړي افغانستان ته داخل او يا له هېواده وتلي دي

د ملي احصايې او معلوماتو اداره وايي، د تېرې مياشتې په ترڅ کې نږدې دوه زره او پنځه سوه بهرني وګړي د افغانستان له هوايي ډګرونو او ځمکني بندرونو څخه د تګ او راتګ ثبت شوي دي.

د دې ادارې د خپرو شوو معلوماتو له مخې، په روان لمريز کال د ليندۍ مياشت کې يو زره او درې سوه شل بهرني وګړي، چې ۴۳ يې ښځې وې، افغانستان ته داخل شوي او په همدې موده کې يو زره او يو سوه اته اويا تنه نور، چې ۲۶ يې ښځې وې، له هېواده وتلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دا تګ راتګونه د نيمروز بندر، د هرات هوايي ډګر، د فارياب آقينې بندر، د بلخ هوايي ډګر او د حیرتان له لارې ترسره شوي دي.

د ملي احصايې او معلوماتو ادارې د دغو بهرني وګړو د سفر د هدف يا د هغوی د تابعيت په اړه نور جزئيات نه دي وړاندې کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button