د برتانيې لومړی وزير د اوکراين لپاره د ځواکونو د لېږلو احتمال تاييد کړ

د برتانيې لومړي وزير کئير ستارمر ويلي، چې د اوکراين د امنيت او دفاعي وړتياوو د پياوړتيا په موخه، د دغه هېواد د ملاتړ کوونکو هېوادونو له لوري اوکراين ته د ځواکونو استول د ممکنه انتخابونو څخه دی. نوموړي زياته کړه، چې دا طرحه د «رضاکارو ائتلاف» په چوکاټ کې او د اوکراين د راتلونکي امنيتي تضمينونو په تمرکز جوړه شوې ده.
ستارمر د پارلمان د عوامو جرګې د کمېټو له رئيسانو سره د بحث پر مهال وويل، چې دغه ائتلاف يو سياسي بهير له غړو هېوادونو سره او يو پوځي بهير له دفاعي پلان جوړوونکو سره هممهاله پرمخ بيايي. د ده په وينا، د دې هڅو موخه دا ده چې د اوکراين لپاره د هوايي، بحري، ځمکنيو او کورنيو دفاعي وړتياوو د پياوړتيا اړوند پوځي طرحې جوړي شي.
لومړي وزير زياته کړه، چې د هرې برخې لپاره جلا طرحې تيارې شوې دي، او که اړتيا پېښه شي، دا انتخاب شته چې ځمکني ځواکونه هم ولېږل شي. نوموړي ټينګار وکړ، چې اوسنی مهمه پوښتنه دا ده: آيا د يو عادلانه او دايمي سولې لاس ته راوړل امکان لري که نه؟
په وروستيو مياشتو کې، د برتانيې چارواکو څو ځلې ويلي، چې دوی چمتو دي له اوربند وروسته خپلې ځواکونه اوکراين ته واستوي. خو د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف خبرداری ورکړی، چې ناتو ځواکونه که هر ډول بڼې او بيرغ لاندې اوکراين ته ننوځي، مسکو به دا يو مستقيم ګواښ وبولي او د منلو وړ به يې ونه بولي.
له دې سره هممهاله، د اروپا د ځينو مهمو هېوادونو مشرانو له خوا په یوې ګډې اعلامیې کې ويلي شوي، چې د اوکراين لپاره امنيتي تضمينونه بايد د يوې اروپايي مشرتابه لاندې څو مليتي ځواک رامنځته کول هم شامل وي، هغه ځواک چې د داوطلبو هېوادونو له لوري به جوړ شي او د امريکا ملاتړ به له ځان سره ولري.




