اقتصادمهم خبرونه

طالبانو مسکو کې سفیر: افغانستان غواړي د روسیې څخه نفت او ګاز واخلي

په مسکو کې د طالبانو د ادارې سفیر ویلي چې افغانستان پلان لري که مالي شرایط برابر شي، په ځانګړي ډول که بانکي محدودیتونه راکم شي، له روسیې څخه خپل اړین نفت او ګاز واخلي.

د طالبانو سفیر، گل حسن حسن، د تاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د ځینو بندیزونو لرې کېدل کولی شي افغانستان ته له روسیې څخه د بېلابېلو توکو د واردولو زمینه برابره کړي. د هغه په وینا، دغه واردات به نفت، ګاز، درمل، صنعتي محصولات، غنم، غوړي او نور توکي شامل وي.

هغه زیاته کړې چې په بدل کې به افغانستان وکولی شي روسیې ته وچ او تازه مېوې، سبزيجات، درملیز بوټي، غالۍ او کان کیندنیز مواد صادر کړي. د هغه په باور، دغه ډول تبادلې د کابل او مسکو ترمنځ د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د کچې د لوړولو ظرفیت لري.

د راپور له مخې، هڅې روانې دي چې په مسکو کې د افغان تولیداتو نندارتون جوړ شي؛ هغه ګام چې کولای شي د کورنیو محصولاتو د معرفي او د نوو سوداګریزو فرصتونو د رامنځته کولو سبب شي. دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د طالبانو ادارې له شانګهای د همکارۍ له سازمان سره د اړیکو د بیا پیل په اړه هم راپور ورکړل شوی و، خو لاهم بندیزونه او بانکي محدودیتونه د افغانستان د اقتصادي اړیکو د عادي کېدو په وړاندې یو له مهمو خنډونو څخه ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button