کلتور او هنرمهم خبرونه

ترکیې د سلطان محمود غزنوي مزار د بیا رغونې چارې بشپړې کړې

د ترکیې جمهوریت سفارت په کابل کې د چهارشنبې په ورځ، د لیندۍ (قوس) پنځمه نېټه اعلان وکړ چې د سلطان محمود غزنوي د مزار د احاطې د بیا رغونې بهیر بشپړ شوی او دا احاطه د سې شنبې په ورځ د پرانیستې رسمي مراسم لري.

د دغه سفارت د وینا له مخې، د دې احاطې د رغونې چارې د ترکیې د پرمختیايي همکاریو اداره «تیکا» ترسره کړې دي. په دغه مراسمو کې، د طالبانو د حکومت یو شمېر چارواکي، لکه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال وزیر او همدا راز د دوی له لوري ټاکل شوی د غزني والي ګډون کړی و.

تیکا د ترکیې د دولت یو پرمختیايي بنسټ دی چې په وروستیو کلونو کې یې په افغانستان کې ګڼې تخنیکي، فرهنګي او انکشافي پروژې عملي کړي دي. د غزنوي سلسلې د بنسټ‌ايښودونکي د مزار بیا رغونه، د افغانستان د فرهنګي میراث د ساتنې په لور یو ګام ګڼل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د ادارې له پامه غورځول او د تاریخي آثارو په مدیریت کې د روڼتیا نشتوالی د دې میراثونو د له منځه تلو ګواښ زیات کړی دی.

د اسلامي نړۍ په تاریخ کې د غزني ولایت یو له پخوانیو او ارزښتناکو سیمو څخه ګڼل کېږي. د دې ولایت اوسېدونکي بیا بیا له مسوولو بنسټونو د تاریخي آثارو د ساتنې او ترمیم غوښتنه کړې، خو د فرهنګي خپلواکو ادارو د رول له کمېدو سره جوخت، د دغو برخو د ساتنې هیلي اوس پر نړیوالو مرستو متمرکزې شوې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button