ایران یو ځل بیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز وکړ

د افغانستان د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د کړکېچ له زیاتوالي وروسته، د ایران د ملي امنیت شورا سکرتر علي لاريجاني اعلان وکړ چې تهران چمتو دی د دغو کړکېچونو د کمولو لپاره فعاله ونډه واخلي.
لاریجاني چې اسلاماباد ته تللی، د تېرو دوو میاشتو د تاوتریخوالي په اړه وویل چې ترورېزم یوه نړیواله مسئله ده او د مبارزې لپاره یې د سیمې هېوادونو او له هغې ور هاخوا ګډو همکاریو ته اړتیا ده.
هغه زیاته کړه چې تهران له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې ژمنه کړې چې په دې بحران کې به خپلې ټولې وسې استعمالوي. نوموړي دا هم وویل چې ایران به په دې برخه کې هېڅ هڅه ونه سپموي.
دغه څرګندونې د تهران د پخوانۍ دریځ تکرار هم دی، چې مخکې یې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د کمولو لپاره د یوه سیمیز کنفرانس غوښتنه کړې وه؛ دغه ناسته د دې لپاره پلان شوې وه چې دواړه خواوې خپلو ژمنو ته عملي ضمانتونه ورکړي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې وروسته له هغه ترینګلې شوې چې د پاکستان پوځ د کابل او پکتیکا په ځینو سیمو هوایي بریدونه ترسره کړل. دا بریدونه د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شول او د دواړو لورو اړیکې یو بحراني پړاو ته ورسېدې.
تر اوسه، د قطر او ترکیې په منځګړیتوب درې پړاوه خبرې شوې، خو د اختلافاتو په کمولو کې یې کومه مثبته پایله نه ده ورکړې. د کړکېچ په مرکز کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډله ده، چې تل د کابل او اسلاماباد ترمنځ د جدي اختلاف یوه اساسي مسئله پاتې شوې ده.
په داسې حال کې چې پخوانۍ خبرې ناکامې شوې دي، د ایران وړاندیز کولای شي له سیمهییزو میکانېزمونو څخه په استفاده د خبرو اترو او اړیکو د بیا پيل زمینه برابره کړي. خو د دې نوښت بریالیتوب به د دواړو خواوو د سیاسي ارادې او نړیوالو فشارونو پورې اړه ولري.




