نړیوال
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د اسرایل احتمالي برید په اړه ایران ته خبرداری ورکړ

هاکان فیدان، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، خبرداری ورکړی چې داسې نښې شته چې اسرایل لا هم د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام مناسب فرصت لټوي. د ده په وینا، دا ډول عمل کولای شي د سیمې نازکه ثبات لا ډېر له ګواښ سره مخ کړي.
فیدان دا خبرې د جمعې په ورځ، د جنورۍ په ۲۳مه نېټه، په یوه تلویزیوني مرکه کې وکړې او هیله یې وښوده چې اسرایل دې د پوځي اقدام پر ځای بله لاره غوره کړي. خو نوموړي ټینګار وکړ چې شته شواهد ښيي، اسرایل لا تراوسه له زور کار اخیستنې احتمال نه دی پرې ایښی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې هر ډول پوځي برید کولای شي په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي کچه لوړه کړي او موجود بحرانونه لا پېچلي کړي. هغه په عین وخت کې د خبرو او ډیپلماسۍ پر رول د ټینګار ترڅنګ، دا یې د اختلافونو د مدیریت او د لا زیاتو بېثباتیو د مخنیوي بنسټیز وسایل وبلل.




