په نیمروز کې د تاریخي سیمو غیرقانوني کیندنې په تور څلور کسان نیول شوي

د نیمروز ولایت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې امنیتي ځواکونو څلور کسان د چخانسور ولسوالۍ په یوه تاریخي سیمه کې د غیرقانوني کیندنې په تور نیولي دي.
مولوي نورالدین حمزه، د چخانسور ولسوالۍ اداري آمر، وویل دغه کسان هغه مهال ونیول شول چې له اجازې پرته یې په یوه تاریخي ځای کې د کیندنې په حال کې وو. د ده په وینا، له نیول شویو کسانو څخه یوه ماشین، یو موټر او یوه بیلچه هم ضبط شوې ده.
په همدې حال کې، مفتی حبیبالله الهام، د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، د تاریخي آثارو د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ او وویل د دغو سیمو ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت دی. نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو د ادارې د مشر د لارښوونې له مخې هېچا ته دا حق نه شته چې تاریخي ځایونه ویجاړ یا په غیرقانوني ډول وکیندي.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس همدارنګه د ولایتي مسؤلینو د همکارۍ یادونه وکړه او له اوسېدونکو یې وغوښتل چې د هېواد د ملي، کلتوري او تاریخي میراث د ساتنې لپاره ګډه هڅه وکړي، هغه څه چې د ده په وینا یو ملي مسؤلیت ګڼل کېږي.




