ټرمپ: روسیه د اوکراین د سولې د نوي پلان ملاتړ کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې روسیه د واشنګټن له نوي سیاسي پلان سره، چې د اوکراین کړکېچ د حل لپاره ترتیب شوی، موافقه کړې ده. ټرمپ دغه څرګندونې په واشنګټن ښار کې د ‘جان ایف. کینډي’ په مرکز کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې او ټينګار یې کړی چې مسکو د اوکراین جګړې ته د امریکا له نوي چلند سره هېڅ ځانګړی مخالفت نه لري.
دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې واشنګټن تېر نومبر یو ۲۸ مادهییز پلان وړاندې کړی و چې هدف یې د اوکراین جګړې پای ته رسول وو. دغه پلان د کیف او یو شمېر اروپايي هېوادونو له پراخو نیوکو سره مخ شو. له همدې امله، د امریکا او اوکراین د استازو ترمنځ په ژنیو ښار کې مذاکرات پیل شول، څو د پلان ځینې برخې وکتل شي او اصلاحات پکې راوستل شي.
ټرمپ ویلي چې دغه نوې نسخه د روسیې او اوکراین د نظرونو په پام کې نیولو سره ترتیب شوې ده. د ټرمپ په وینا، د پلان مادتونه له ۲۸ څخه ۲۲ ته راکم شوي دي او یوازې څو موارد پاتې دي چې لا هم پرې اختلاف شته.
دغه پرمختګ وروسته له هغې رامنځته شو چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ځانګړي استازي سټیو ویتکاف او د ټرمپ له سلاکار جرد کوشنر سره په کرملین کې ولیدل. دا خبرې نږدې پنځه ساعته دوام وکړ او د سولې له چارچوب سره تړلو څلورو سندونو باندې تمرکز شوی و.
د روسیې د ولسمشر سلاکار یوري اوشاکوف د دې خبرو فضا ‘رغنده او ګټوره’ بللې او ویلي یې دي چې دواړو لورو د واشنګټن د وړاندیز شویو جزئیاتو په اړه هر اړخیز بحثونه کړي دي. دا پرمختګ کولی شي د مسکو او کیف ترمنځ د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره نوې لار پرانیزي، که څه هم تېرو تجربو ښوولې چې د داسې توافقونو عملي کېدل د نړیوالې ټولنې له عملي ملاتړ پرته ستونزمن وي. په همدې حال کې، د طالبانو اداره چې له سختې نړیوالې انزوا سره مخ ده، کولی شي له دې سولې ته د رسېدو پروسې درس واخلي چې د کړکېچونو حل یوازې د ریښتینو خبرو له لارې ممکن دی، نه د تاوتریخوالي او یو اړخیزو پالیسیو له لارې.




