په هانګ کانګ کې زورهوره اورلګېدنه؛ ۵۵ کسان وژل شوي او ۲۷۹ نور لادرکه دي

په هانګ کانګ کې د یوې زورهورې اورلګېدنې له امله چې یو د استوګنې بلاک یې نیولی، د مړو شمېر ۵۵ تنو ته رسېدلی دی. د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې لسګونه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د «ساوت چاینا مورنینګ پست» ورځپاڼې راپور ښيي چې ۵۱ تنه په سمدستي ډول د پېښې پر ځای کې وژل شوي، خو څلور نور وروسته له هغې مړه شوي چې روغتون ته انتقال شول. که څه هم د ټپیانو دقیق شمېر تر اوسه معلوم نه دی، خو د روغتیايي سرچینو په وینا، لسګونه کسان روغتیايي مرکزونو ته لیږدول شوي دي.
پر بشري تلفات سربېره، د ۲۷۹ نورو کسانو برخلیک هم چې له پېښې وروسته لادرکه شوي، اندېښنې راپارولي دي. د لادرکه کسانو د موندو لټه لا هم روانه ده او د اوروژنې ټیمونه هڅه کوي چې اور په بشپړ ډول کنټرول کړي.
دغه پېښه یو ځل بیا ښيي چې ګڼ مېشته استوګنیزې سیمې څومره زیانمنېدونکي دي او د خوندیتوب مناسبو سیستمونو نشتوالی د چنین پېښو پر وړاندې څومره خطرناک دی. سره له دې چې د اورلګېدنې اصلي لامل تر اوسه څرګند شوی نه دی، ګڼ شمېر شهروندان د چارواکو له لوري د پېښې دقیقې څېړنې او حساب ورکونې غوښتنه کوي.




