مهم خبرونهنړیوال

په حضرموت کې د سعودي او اماراتو د متحدو ډلو ترمنځ نښتې ډېرې شوې

په یمن کې د حضرموت ولایت د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو تر ملاتړ لاندې وسله‌والو ډلو ترمنځ شخړې زیاتې شوې دي. دا وضعیت خلک اندېښمن کړي، ځکه د تاوتریخوالي د هغې سناریو تکرار احتمال شته چې څه موده مخکې په سوډان کې ولیدل شو.

د اماراتو تر ملاتړ لاندې د جنوبي انتقالي شورا اړوند ځواکونو د حضرموت د نخبه ځواکونو د قوماندان ابوعلي الحضرمي له خولې ویلي چې دوی به د سعودي تر ملاتړ لاندې قبیلو پر ضد پوځي اقدام ترسره کړي. نوموړي ادعا کړې چې دغو قبیلو د بهرنیو هېوادونو د نقشو د عملي کولو هڅه کړې او د یمن د تجزیې په لور ګامونه پورته کوي.

خو د حضرموت د قبیلو ائتلاف، چې مشري یې شیخ عمرو بن حبریش کوي، دغه ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې دوی د حضرموت د اوسېدونکو ریښتیني استازي دي. دوی زیاته کړې چې اماراتي ملاتړي ځواکونه د نورو ولایتونو څخه راغلي او د حضرموت د خلکو استازیتوب نکوي. دغه ائتلاف ګواښ کړی چې ډېر ژر به د دغو ځواکونو د ویستلو لپاره اقدامات وکړي او د هر ډول بهرني ځواک حضور به “اشغال” وبولي.

په غبرګون کې، د حضرموت قبایلي ځواکونو یو بېړنی غونډه وکړه او ځانونه یې د بشپړې تیارسۍ په حالت کې اعلان کړل. دوی خپلو ځواکونو ته امر کړی چې د نفتي سیمې او ختیځو پولو پر لور صف بندي وکړي، تر څو د بهرنیو ځواکونو له ننوتو مخه ونیسي.

بل لور ته د اماراتو ملاتړو ځواکونو سلګونه زغروال وسایط د مکلا ښار، چې د ولایت مرکز دی، شاوخوا ته لېږدولي او خبرداری یې ورکړی چې که اړتیا شوه د قبیلو تر کنټرول لاندې د نفتي سیمې برید به وکړي. له دې سره هممهاله، دغو ځواکونو له عدن، ابین او شبوه ولایتونو څخه نوي پوځي واحدونه هم حضرموت ته داخل کړي دي.

ځايي سرچینې وايي، امارات خپلو ملاتړو ځواکونو ته امر کړی چې د نفتي سیمو پر لور تلونکي لویې لارې ونیسي او د سعودي ملاتړو د لاجستیکي تأمین لارې پرې کړي، تر څو د حضرموت په وادي کې پر مهمو تاسیساتو د ولکې زمینه برابره شي. له دې سره سره، د اماراتو پوځي مشران هڅه کوي د صحرايي سیمو د قبیلو د شیخانو ملاتړ ترلاسه کړي، تر څو د سعودي سره پر ګډو پولو خپلې ولکې ته پیاوړتیا ورکړي.

د دې شخړې تر شا د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ ستراتیژیک رقابت پروت دی چې د ختیځ یمن پر نفوذ متمرکز دی. دا وضعیت د نړیوالې ټولنې د چوپتیا او د بشري حقونو د ادارو د بې‌پروايۍ له امله لاپسې خراب شوی او دا اندېښنې یې زیاتې کړې چې حضرموت به د یو بل نیابتي جګړې پر ډګر بدل شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button