جرمني هڅه کوي افغان کډوال له پاکستانه ژر انتقال کړي

د جرمنى د کورنيو چارو وزير، الکساندر دوبریندت، اعلان وکړى چې هېواد يې هڅه کوي په نژدې اوونيو کې يو شمېر هغه افغانان چې د منلو ژمنه ورته شوې، له پاکستانه جرمنى ته انتقال کړي.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ، د قوس پنځمه، د جرمني د پارلمان د کورنيو چارو ځانګړې غونډې ته وويل، دا انتقال به د روان ميلادي کال تر پایه دوام ولري. سره له دې چې دوبریندت د دې بهير پر بشپړېدو نهايي ژمنه ورنه کړه، خو ويې ويل چې هڅې روانې دي او ښايي ځيني انتقالونه د راتلونکي کال د جنورۍ او فبرورۍ په مياشتو کې ترسره شي.
د وزير د څرګندونو له مخې، هغو افغانانو ته چې رسمي د منلو سندونه او د امنيتي ارزونو مثبتې پايلې لري، د انتقال په برخه کې لومړيتوب ورکول کيږي. دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا ۱۹۰۰ افغان اتباع، سره له دې چې د جرمني له خوا د منلو اسناد لري، لا هم په پاکستان کې د نامعلوم برخليک سره مخ دي.
د اندېښنو کچه هغه مهال لوړه شوه چې پاکستان خبرداری ورکړی، که دا وګړي تر پايکال پورې انتقال نهشي، ښايي له پاکستانه وایستل شي. همدغه ګواښ د دې لامل شو چې د جرمني د پارلمان د کورنيو چارو کميټې ځانګړې ناسته دايره کړي.
په دې غونډه کې، د زرغون ګوند غړې، اميلي امریش، د کورنيو چارو د وزير پر کمزورې ځوابويون غونډۍ سخته نيوکه وکړه او ويې ويل چې نوموړى د شفافو ځوابونو له ورکولو ډډه کوي. زرغون ګوند له فدرالي حکومت څخه د پروګرام د وضاحت او قطعيت لپاره د دې ځانګړې ناستې غوښتنه کړې وه.
په پاکستان کې د دې شمېر افغان کډوالو ناسم او نامعلوم وضعيت او د هغوی د انتقال د بهير ځنډ د جرمني د حکومت پر انساني مکلفيتونو او ژمنو جدي پوښتنې راپورته کړي. د پاکستان د فشارونو او د ايستلو له ګواښ سره به جرمني تمه وشي چې ژر اقدام وکړي.




