امنیت او پېښېدوهم سرلیکمهم خبرونه

طالبانو د ډاکټر عبدالله عبدالله د کور شاوخوا امنیتي موانع لرې کړې

په کابل کې معتبر سرچینې وایي چې طالبانو د دوشنبې په ورځ، د قوس دریمه، د افغانستان د پخواني ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د هستوګنې شاوخوا د کانکریتي موانعو لرې کولو لړۍ پیل کړې ده.

د دغو سرچینو په وینا، دا اقدام طالبانو پرته له رسمي همغږۍ، په زور او بې‌احترامۍ سره ترسره کړی دی. نه یوازې دا چې موانع لیرې شوې دي، بلکې ساتونکي پوستې هم لیرې کړل شوې او هغه امنیتي کسان چې د عبدالله عبدالله د کور ساتنه یې کوله، له دندو لرې کړل شوي دي.

عیني شاهدان هم وايي چې طالبانو په دې سیمه کې له زور زیاتي کار اخیستی دی. د حاضرینو په وینا، طالبانو یو ځوان یوازې د دې لپاره چې له خپل ملګري سره یې په موبایل خبرې کولې، وهلی دی.

که څه هم تر دې دمه نه طالبانو او نه هم ډاکټر عبدالله په رسمي ډول په دې اړه څه ویلي، خو دا اقدام د طالبانو د کانکریتي موانعو د لرې کولو د یو پراخ کمپاین یوه برخه ګڼل کېږي، کوم چې د کابل په بېلابېلو برخو کې تر سره کېږي.

خو شنونکي اندېښنه څرګندوي چې دا ډول اقدامات ښايي د ښاري نظم د تأمین پر ځای، د طالبانو له لورې پر مخالفو او انتقاد کوونکو شخصیتونو د سیاسي فشار نښې وي، په تېره بیا پر هغو چارواکو چې په پخوانۍ حکومت کې مهم رول درلود.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button