د بغلان برشنا عواید د ټاکل شوي پلان نه زیات شوي

د بغلان ولایت برشنا اداره وایي چې په تېرو یوې میاشت کې یې له سلو میلیونو زياتې عواید راټول کړي دي، چې دا شمېر د ټاکل شوي پلان نه لوړ دی او د عوایدو د راټولونې د بهیر د ښه والي ښکارندویي کوي.
د دې ادارې د مطبوعاتو مسئول محمد رامین خرم وایي، دغه عواید له هغو مشتریانو راټول شوي چې د بریښنا معوقه پیسې یې پاتې وې. هغه ټینګار وکړ چې دا عواید د حکومت خزانه ته جمع شوي دي.
هغه زیاتوي چې دغه بریا د داسې برنامو د تطبیق پایله ده لکه د مامورینو پر کار جدي څارنه، د هغو ادارو له مسئولینو سره لیدنې چې پوروړې وې، او د هغو مشتریانو بریښنا پرې کول چې څو پرلپسې پړاوونه یې بلونه نه وو ورکړي.
خرم همداراز د منظم مدیریت، د بېلابېلو څانګو ترمنځ همغږۍ او د مالي پالیسیو د پلي کېدو رول په شفافیت او مالي نظم کې مهم وباله.
خو سره له دې چې دا شمېرې هیلې ورکوونکې دي، لا هم جدي پوښتنې شته چې دا عواید څنګه لګول کېږي، په داسې حال کې چې د طالبانو اداره حساب ورکوونکې نه ده.




