دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

د طالبانو ادارې د پاکستان سره د استانبول غونډې ټپېدلو ته غبرګون وښود

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې د استانبول غونډې له بې‌پایلې پای ته رسېدو وروسته، پاکستان په خبرو کې غیرمسئولانه چلند کړی دی.

دغه ګډه غونډه د نومبر په ۶مه او ۷مه نېټه د طالبانو د رهبرۍ په هدایت او د اساسي حل لارې موندلو په موخه ترسره شوې وه، چې پکې د طالبانو استازو ګډون کړی و.

ذبیح‌الله مجاهد ادعا کوي، د تمې خلاف، د پاکستاني پلاوي ګډون له لازمي چمتووالي او رغنده نیت پرته و، او هغوی هڅه کړې چې د ټولو امنیتي مسئولیتونو پړه د طالبانو پر غاړه واچوي، خو خپله یې نه عمل کړی او نه یې امنیتي تعهد څرګند کړی.

نوموړي وویل، د ترکیې او قطر له منځګړیتوب سره سره، پاکستاني لوري د خبرو شفافیت ته نه‌دي ژمن پاتې، او دا غونډه له کوم مشخص توافق پرته پای ته ورسېده.

د طالبانو ادارې ویاند ټینګار کړی چې هیڅ چاته به اجازه ورنه‌کړي چې له افغان خاورې د بل هېواد پر ضد استفاده وکړي، او همداراز به نورو هېوادونو ته هم اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان له خاورې ددې هېواد د خپلواکۍ یا امنیت پر ضد ګټه واخلي.

په پای کې، مجاهد هیله څرګنده کړه چې د سیاسي ستونزو سربېره، باید د افغان او پاکستاني ولسونو ترمنځ اړیکې د ورورولۍ او ګډو ګټو پر بنسټ وده وکړي. نوموړي د افغان خاورې دفاع یو شرعي او ملي مسوولیت وباله او ویې ویل، د هر ډول تېري پر وړاندې به د ولسي ملاتړ او الهي نصرت پر مټ کلک درېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button