د کشنده-زاری سړک له ترمیم وروسته په بلخ کې بېرته پرانېستل شو

د بلخ ولایت د فواید عامې ریاست ویلي چې د دغه ولایت د کشنده او زاري ولسوالیو ترمنځ ۲۸ کیلومتره سړک ترمیم او اسفالت شوی او رسماً ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
ویل شوي چې دغه پروژه د دغه ریاست د موجود پرسونل او ماشین الاتو له خوا په یوه میاشت کې بشپړه شوې ده. له دې مخکې دغه سړک د شدید تخریب له امله د وسایطو او سیمه ییزو خلکو لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ و.
د سړک د پرانیستې په مراسمو کې د بلخ د فواید عامې رئیس مولوي عبدالصبور صابر او د طالبانو د ادارې یو شمېر سیمه ییز چارواکي موجود وو. که څه هم دغه پروژه د لږ مالي پانګه اچونې سره عملي شوې، خو تر ډېره یې سمبولیک بڼه لري او د سیمې د خلکو بنسټیزو اړتیاوو ته پوره ځواب نه شي ورکولای.
سیمه ییزو اوسېدونکو د دې پروژې له بشپړېدو خوښي څرګنده کړې، خو لا هم نارضایتۍ شتون لري چې پکې د اساسي زیربناوو نشتوالی، د کار د کیفیت څارنې نه شتون او د تېرو ورته پروژو ناکامي یادېږي. د طالبانو اداره، سره له دې چې عامه پروژهګانې عملي کوي، لا هم د پراختیایي چارو د شفاف او مؤثر مدیریت لپاره د خلکو باور نه دی ترلاسه کړی.




