د طالبانو او پاکستان تر منځ په استانبول کې خبرو اترو پرمختګ کړی

د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي ټلوېزیون د راپور له مخې، د طالبانو او پاکستان پلاویو په ترکیه کې د استانبول ښار کې په خپلو وروستیو خبرو اترو کې د بحث پر ډېرو برخو هوکړه کړې ده.
د دې رسنۍ سرچینې زیاتوي، یوازې “څو محدودې موضوعات” لا هم بېپاسخه پاتې دي او اټکل کېږي چې د دوشنبه، د عقرب پنځمې نېټې تر پایه پورې به ورباندې پرېکړه وشي. دا خبرې د روانې اونۍ د شنبې په ورځ پیل شوې او دا مهال په خپله درېيمه ورځ دوام لري.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې تر خبرو اترو وروسته به یوه ګډه اعلامیه خپره شي؛ دا اعلامیه به د اوربند د تمدید، د لارو د پرانیستلو، د بنديانو د خوشې کولو، د راتلونکې ناستې د وخت او ځای ټاکلو، او نورو ځینو مواردو په اړه وي.
په داسې حال کې چې د طالبانو اړوند رسنۍ د خبرو اترو د پرمختګ خبره کوي، سیاسي څارونکي د دواړو لورو، په تېره د طالبانو د ادارې د شفافیت او نیتونو په اړه شک څرګندوي. د دې ادارې نړیوال مشروعیت نشتوالی، له پاکستان سره یې تعاملونه له یو غیر روښانه او پوښتنیز وضعیت سره مخ کړي.
ټاکل شوې چې دا خبرې تر ډېرو ناوخته شپو پورې دوام وکړي، خو لا هم روښانه نه ده چې پایلې به یې د افغانستان پر سیاسي او امنیتي وضعیت څه اغېز ولري.




