طالبانو: له پاکستان سره د استانبول خبرې بېپایلې پاتې شوې

د طالبانو اداره وايي چې له پاکستاني چارواکو سره یې په استانبول کې تازه مذاکرات کومه نتیجه نه درلوده، ځکه د دوی په وینا، د پاکستان له خوا شوي غوښتنې «غیرمنطقي» وې.
د طالبانو اړوند رسنیو د راپور له مخې، د پاکستان حکومت له طالبانو غوښتي چې ضمانت ورکړي له افغانستانه به پاکستان ته هېڅ برید نه کېږي، خو د طالبانو پلاوی دا غوښتنه رد کړې ده.
د طالبانو اداره ویلي، د تحریک طالبان پاکستان (TTP) فعالیتونه له دوی نه مخکې هم موجود وو او دا د پاکستان کورنی مشکل ګڼي؛ نو له همدې امله یې د دا ډول تضمین ورکول نه منلي.
سره له دې، طالبان وايي دوی ژمن دي چې د افغانستان له خاورې به د پاکستان یا کوم بل هېواد پر ضد د بریدونو مخه نیسي.
طالبانو همداراز له پاکستانه غوښتي چې داعش او نورو مخالفو ډلو ته دې اجازه نه ورکوي چې د پاکستان له خاورې افغانستان ته ګواښ پېښ کړي.
همدا راز، دوی له پاکستان غوښتي چې د افغانستان هوایي حریم ته دې درناوی ولري او د سیاسي اړیکو او سوداګریزو اړیکو ترمنځ دیوال قايم کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو غاړو اړیکې خورا ترینګلې شوې دي او دواړه هېوادونه یو بل د خپلو مخالفینو په پټولو تورنوي.




