ټولنه‌یزمهم خبرونه

طالبانو د نهو میلیارده افغانیو مرسته اړمنو ته وېشلې ده

د طالبانو اداره وایي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې نژدې نهه میلیارده افغانۍ د معلولینو، یتیمانو او خپلې کورنۍ سرپرستو ښځو ترمنځ وېشلي دي. دغه خبر د یکشنبې په ورځ، د عقرب په ۱۱مه نېټه، د باختر دولتي خبري آژانس له‌خوا خپور شوی چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي.

د باختر راپور زیاتوي چې مرسته رسونه لا هم روانه ده او خیریه بنسټونو په دې موده کې لس میلیونه امریکایي ډالر له بې‌وزله ډلو سره مرسته کړې ده. خو د طالبانو تر ادارې لاندې د شهیدانو او معلولینو وزارت تر اوسه د یادو مالي سرچینو، د وېش څرنګوالي او د څار نظام په اړه هېڅ ډول شفاف جزئیات نه دي وړاندې کړي.

طالبان دا هم ادعا کوي چې تر دې دمه یې شاوخوا ۶۹۴ زره کسان د «مستحقو افرادو» په توګه د شهیدانو او معلولینو وزارت په معلوماتي سیستم کې ثبت کړي دي. خو دا نه ده معلومه چې دا لېسټ د څه ډول معیار پر بنسټ جوړ شوی او څنګه له ممکنه درغلیو او فساد څخه د مرستو د وېش پر مهال مخنیوی کېږي.

د یادو مرستو د بودیجې د شفافیت د نشتون او د طالبانو د ادارې د حساب ورکولو د نظام د بې‌اعتبارۍ له امله، د خلکو او څارونکو بنسټونو ترمنځ اندېښنې رامنځته شوې دي. د خپلواکو څارونکو ادارو د نشتوالي له امله د مالي سرچینو څخه د ناوړه استفادې په اړه شکونه زیات شوي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button