سياستمهم خبرونه

د سپین بولدک په سرحدي سیمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو نښته شوې

د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د پاکستان پوځ له لوري د نویو بریدونو په غبرګون کې د طالبانو اړوند ځواکونو جګړه کړې ده. د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، ویلي چې دا بریدونه تېره شپه د پاکستان له خوا ترسره شوي، او د دوی جنګیالیو هم په ورته توګه ځواب ورکړی دی.

سپین بولدک چې د افغانستان په جنوب کې د دیورند کرښې سره نږدې موقعیت لري، له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جنجالي سیمه بلل شوې. په تېرو کلونو کې هم دا سیمه څو ځله د دواړو لوریو د پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ د خونړیو نښتو شاهده پاتې شوې ده.

د پاکستاني ځواکونو له خوا پر دې سیمه پرله‌پسې بریدونه د طالبانو د حکومت پر سرحدونو د امنیت د ټینګښت وړتیا په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي. د افغانستان پخوانیو حکومتونو څو ځله د پاکستان د پولي سرغړونو په اړه اعتراضونه کړي وو، خو په تېرو دوه کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، دا ډول پېښې ډېرې شوې دي.

سره له دې چې د طالبانو اداره ادعا کوي د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي، خو شنونکي باور لري چې دوی غبرګون‌محوره او بې‌ستراتیژۍ چلند لري، او دا کار نه شي کولای د ګاونډي هېواد له خوا د ملي حاکمیت د دوامدارې سرغړونې مخه ونیسي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button