په بدخشان کې د خواهان ولسوالۍ بازار په اورسوځېدو کې له منځه ولاړ

د دوشنبې ماښام یوه لویه اورلګیدنه د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ بازار نیولی و، چې له امله یې د یاد بازار ټولې دوکانونه بشپړ ویجاړ شول. دا پېښه د سیمې اوسېدونکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د بدخشان د پولیسو ویاند احسانالله کمګار د سهشنبې په ورځ دا پېښه تأیید کړه او ویې ویل چې د اورلګیدنې له امله لږ تر لږه لس دوکانونه له منځه تللي دي. نوموړي زیاته کړه، چې د دې ناورین لامل معلومولو لپاره څېړنې پیل شوي دي.
خواهان یوه له هغه لرې پرته او غرنیو ولسوالیو څخه ده، چې اوسېدونکي یې له سختو اقتصادي ستونزو او د سړکونو او بنسټیزو خدماتو ته د محدود لاسرسي له کبله له ډېرو چلنجونو سره مخ دي. په داسې سیمه کې د كورني بازار له منځه تلل، کولای شي د اوسېدونکو د ورځنۍ معیشت پراخ اغېزمن کړي.
دا یوه جدي پوښتنه ده، چې تر اوسه یې ځواب نهدی موندل شوی: ولې د طالبانو اداره په دومره زیانپذیرو سیمو کې د خوندیتوب بنسټیزې زېربناوې او له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره تدابیر نه نیسي؟




