پاکستان د طالبانو امنیتي او سیاسي شرطونه رد کړل

پاکستاني اردو په ښکاره توګه اعلان کړی چې د طالبانو له لوري د امنیتي او سیاسي همکارۍ لپاره ایښودل شوي شرطونه له اسلاماباد سره د منلو وړ نه دي او دا هېواد خپل ټول تمرکز د سیمې له ترهګرۍ سره پر مبارزه متمرکز کړی دی.
د دوشنبې په ورځ (۱۲ عقرب) د پاکستان د پوځ ویاند، احمد شریف چودري، په اسلاماباد کې یوې خبري ناستې ته وویل: «شرطونه چې طالبان یې مطرح کوي، زموږ لپاره بېارزښته دي. مهمه دا ده چې ترهګري له بیخه له منځه یووړل شي.» نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان امنیت پر خپلو پوځي ځواکونو تکیه لري، نه د طالبانو د ادارې پر ژمنو.
د ښاغلي چودري په وینا، پاکستاني چارواکو هېڅکله هم د طالبانو د واکمنۍ هرکلی نهدی کړی او دا مهال هم له طالبانو غواړي چې د ترهګرو ډلو په وړاندې عملي اقدام وکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې هغه جنګیالي چې افغانستان ته تښتېدلي، باید ونیول شي او پاکستان ته وسپارل شي، تر څو د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې محاکمه شي.
چودري د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د بلوچستان ازادۍ پوځ (BLA) په شان بندو ډلو پر ضد د نظامي عملیاتو دوام ته په اشارې سره وویل چې دغه عملیات روان دي او د یادو ډلو ته درنه مرګژوبله ور اوښتي ده.
نوموړي زیاته کړه چې په استانبول کې د وروستیو خبرو اترو پر مهال، د اسلاماباد استازو طالبانو ته یو روڼ او خبرداری ورکوونکی پیغام رسولی دی. د چودري په وینا، د ترهګرۍ ضد اقدامات څنګه اجرا کېږي، دا د طالبانو کورنی کار دی، خو پاکستان عیني او عملي پایلو ته سترګې په لار دی.
د اردو ویاند همداراز وویل چې د ترهګرو ډلو او د مخدره توکو د قاچاقي شبکو ترمنځ اړیکې شته او تریاک د دغو ډلو د عاید یوه مهمه سرچینه ده. د نوموړي په باور، په افغانستان کې د قاچاقبران او جنګسالارانو حضور د دغه هېواد د سیاسي جوړښت په دننه کې، د سیمې د ثبات لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.
چودري همداراز د موجودو اسنادو له مخې ادعا وکړه چې د طالبانو اړوند جنګیالو د پاکستان په خاوره کې د ځینو ترهګریزو بریدونو برخه اخیستې ده. نوموړي ټینګار وکړ چې له ترهګرو ډلو سره به هېڅ راز خبرې ونهشي.
دغه توند دریځ په داسې حال کې څرګند شوی چې ټاکل شوې د نومبر په ۶مه د طالبانو اداره او د پاکستان حکومت په ترکیه کې د خبرو اترو نوی پړاو پیل کړي. دغه خبرې اترې له هغې شپږ ورځنۍ ناستې وروسته پلان شوې چې په استانبول کې ترسره شوې وې.




