ایران او ترکيې د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ سلا مشورې کړې

د ايران اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير ہاکان فیدان سره په يوه ټليفوني خبرې کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او سيمهييزو موضوعاتو په ګډون، د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ د زياتېدونکي کړکېچ په اړه بحث او تبادله نظر کړې ده.
دواړو لوړپوړو ديپلوماتانو په دې تازه ټليفوني خبرو کې د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وکړ او د بېلابېلو برخو کې د همکاريو د پراخېدو غوښتنه وکړه. ايران او ترکيه پخوا هم د سيمهیيزو بدلونونو مهم لوبغاړي پاتې شوي دي.
آقای عراقچي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د کمولو لپاره د هڅو هرکلی وکړ او ويې ويل چې د سيمې ثبات د اغېزمنو هېوادونو ترمنځ دوامداره سلا مشورو ته اړتيا لري. هغه د کړکېچ د کمولو او د سولې د پياوړتيا لپاره د ايران چمتووالی اعلان کړ.
همداراز، د ترکيې د بهرنيو چارو وزير ټینګار وکړ چې د سيمې امنيت د دولتونو پر ګډو اقداماتو متکي دی او د روانو بحرانونو د مديريت لپاره يې د ګډو هڅو غوښتنه وکړه. دا ټليفوني تماس په داسې حال کې شوی، چې د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ د کړکېچ زیاتېدنه د سيمې پر امنيت احتمالي منفي اغېزو اندېښنې راپورته کړې دي.
د دې له امله چې د طالبانو اداره لازمه کورنۍ او نړيواله مشروعيت نه لري، د دوی او د افغانستان ختيځ ګاونډي پاکستان ترمنځ اختلافات د جنوبي اسيا د سولې راتلونکي ته يوه ننګونه ګڼل کېږي. هغه هېوادونه لکه ايران او ترکيه چې له ښکېلو خواوو سره دوديزې اړيکې لري، کولای شي د منځګړتوب رول ولوبوي.




