حنفي: د طالبانو اداره د کورنيو توليداتو پر پیاوړتیا ټینګار کوي

مولوي عبدالسلام حنفي، چې د طالبانو ادارې د صدارت مرستيال دی، په يوه اقتصادي ناسته کې ويلي چې د افغانستان د کورنيو توليداتو پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه کېږي. نوموړي ټینګار کړی چې پر دې برخه تمرکز کولی شي د صادراتو په ډېرېدو، اقتصادي ستونزو په کمېدو او خلکو ته د نوو کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
حنفي دا څرګندونې د «د طالبانو د ادارې د پانګونې د راجلبولو تګلاره» تر عنوان لاندې سيمينار کې وکړې، چې د اميد رسنۍ له خوا جوړ شوی و. د حنفي په وينا، اقتصادي ځانبسيايي د طالبانو د ادارې له بنسټيزو لومړيتوبونو څخه ده. هغه وويل چې د کورنيو صنايعو پیاوړتیا او د صادراتو پراختیا به د هېواد د اقتصادي ثبات لامل شي او خلکو ته به دوامداره عوايد برابر کړي.
سره له دې چې اقتصادي کارپوهان او د هېواد ډېری اوسېدونکي د طالبانو د ادارې تر سيوري لاندې روان اقتصادي وضعیت ته شکمن وګوري، خو حنفي ادعا وکړه چې د طالبانو اداره هڅه کوي سوداګریزې اړيکې پراخې کړي او په دې برخه کې له هېڅ هېواد سره دښمني نه لري.
حنفي دا هم وویل چې طالبان د هېڅ هېواد سره د جګړې نيت نه لري، خو د دوی له نظره، له بهرنيو تېريو څخه د هېواد دفاع کول يو طبيعي او مشروع حق دی.
سره له دې څرګندونو، خپلواکو بنسټونو او د افغانستان وګړو تل د طالبانو د ادارې د اقتصادي تګلارو او د دوامدار پرمختګ لپاره د روڼو پلانونو د نه شتون په اړه نیوکې کړې دي.




