اقتصادمهم خبرونه

په هرات کې «امام مسلم ۳۲» سرک پرانیستل شو

د هرات ښاروالۍ اداره اعلان کړې چې د «امام مسلم ۳۲» سرک له قیرریزی او بنسټیزو کارونو وروسته اوس د استفادې لپاره پرانیستل شوی دی. دا سرک چې د ۶۴ متری سړک لویدیځ لور ته پروت دی، ۴۵۰ متره اوږدوالی لري او د دې ادارې د ښاري پراختیايي پروګرامونو یوه برخه ده.

د ښاروالۍ ویاند محمدناصر آرمل ویلي چې د قیرریزي تر څنګ، د پلچکونو او دوه اړخیزو جویونو جوړول هم د دې پروژې په چوکاټ کې ترسره شوي دي. د نوموړي په وینا، د دغه پروژه بشپړولو لپاره له خپلې پراختیايي بودجې څخه تر ۳.۵ میلیونه افغانۍ زیاته مصرف شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بیا واکمنېدو څخه تر دوه کلونو وروسته، د ښاري بنسټیزو پروژو تطبیق په ډېرو ولایتونو کې له ځنډ یا توقف سره مخ شوی دی. د خلکو له سترو اندېښنو څخه یې یوه، د پروژو د تطبیق شفافیت نه شتون او د پراختیايي بودجو د لګښتونو باندې د خلکو د څار نشتوالی دی.

سره له دې چې دا سرک رسمي ډول پرانیستل شوی، تمه کېږي چې د طالبانو اداره به د ښاري پراختیا لپاره په خپلو ژمنو کې لا شفافه او مسؤلانه چلند وکړي او د هرات اوسېدونکو بیړنۍ اړتیاوې په مؤثر ډول په پام کې ونیسي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button