په ارزګان کې د طالبانو لهخوا د اوو پراختيايي پروژو پيل

د ارزګان د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست وايي چې د دې ولايت په مرکز ترينکوټ او د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې يې اووه زېربنايي پروژې پيل کړې دي. د معلوماتو له مخې، دا پروژې به د ۳۹ ميليونه افغاني و ډېر لګښت باندې تطبيق شي.
د رسمي معلوماتو لهمخې، يادې انکشافي پروژې د ترينکوټ ښار او خاص ارزګان ولسوالۍ کې پلي کېږي چې پکې د استنادي دېوالونو، کوچنيو اوبو بندونو، سر بندونو او پلونو جوړول شامل دي.
د يادې ادارې په وينا، د دغو پروژو تطبیق لسګونو سیمه ییزو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره کړې او تمه ده چې د دغو پروژو له بشپړېدو سره به د سیمې د خلکو چاپېریالي او زېربنايي ستونزې تر یوه بریده کمې شي.
دا پروژې په داسې حال کې پيلېږي چې د طالبانو اداره له ملي منابعو څخه پر ناسمه مدیریت او د پراختيايي پروژو په تطبیق کې پر شفافيت د نشتوالي له امله تورنېږي. د خلکو ناکافي نظارت او د طالبانو ادارې د وړتیاوو په اړه د خلکو بېباوري، د ارزګان د اوسېدونکو په منځ کې د دغو هڅو د دوام او اغېزمنتيا په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.




