امرالله صالح: د طالبانو ګواښونه اسلاماباد او لاهور ته باید جدي ونیول شي

امرالله صالح، د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال، د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې ویلي چې د طالبانو وروستي څرګندونې، چې د «سپین بیرغ لاهور ته پورته کولو او اسلاماباد سوځولو» ګواښ پکې شامل دی، باید جدي ونیول شي.
ښاغلي صالح ویلي، طالبان په ښکاره ډول د پاکستان دننه د چاودنو او بمښخونو د ترسره کولو خبره کړې ده، چې د ده په وینا، دا یوازې تشې خبرې نه دي، بلکې تر دې ور هاخوا دي. نوموړي زیاته کړې: «طالبانو څوځلې ښودلې چې په ښاري بریدونو کې چې پراخ تلفات لري، کافي مهارت او تجربه لري.»
هغه د بېلګې په توګه ۲۰۱۷ کال کې د کابل هغه برید ته اشاره کړې چې پکې له ۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي او یا ټپیان شوي وو. دغه برید د افغانستان د معاصر تاریخ له خونړی امنیتي پېښو څخه ګڼل کېږي.
امرالله صالح دا هم ویلي چې طالبان د پاکستان په خاوره او محلي جوړښتونو پراخ نفوذ لري او د دغه هېواد استخباراتي اداره (آیاېسآی) باید وپېژني چې ځینې روزلي کسان یې اوس افراطي او غیرقابلپېشبیني عناصر ګرځېدلي دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو اداره او د پاکستان دولت ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې تر پخوا ډېرې ترینګلې شوې دي او د سیمې د ناامنۍ د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.




