امنیت او پېښېمهم خبرونه
طالبانو د نیمروز په دلارام کې د نشهیې توکو یو کارخانه ویجاړه کړې

په نیمروز ولایت کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمهییزو چارواکو اعلان کړی چې د نشهیې موادو د توليد او پروسس یوه کارخانه چې د «بیست» په نوم پیژندل کېږي، د دلارام ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف او په بشپړه توګه له منځه یووړل شوه.
مسئولینو ویلي، یاده کارخانه د محلي ځواکونو د عملیاتو پر مهال کشف شوې او تر اړینو څېړنو وروسته پکې موجود تجهیزات او مواد له منځه وړل شوي دي.
موضوع ته اړونده یو تن نیول شوی او په دې برخه کې څېړنې روانې دي.
خو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نشهیې توکو د تولیدي فابریکو د دوامدار کشف سره، دا پوښتنې راپورته شوي چې طالبان په لرې پرتو سیمو کې د نشهیې موادو د تولید او قاچاق د مخنیوي په برخه کې څومره اغېزناک اقدامات ترسره کوي.




