روغتيامهم خبرونه

هند د افغانستان له روغتيايي سکتور سره د مرستو دوام ته ژمنه وکړه

د هند د روغتيا وزارت ويلي چې نوي دهلي د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو او روغتيايي همکاريو ته د دوام ژمنه تازه کړې ده، او ويل شوي چې د درملو اوږدمهاله تامين به تر نورو هم يو مهم لومړيتوب وي.

د دې وزارت د يوه بيان له مخې، د هند د روغتيا وزير جگت پراکاش ندا د طالبانو د روغتيا وزارت له سرپرست نور جلال جلالي سره ليدلي او د روغتيايي برخو کې د همکارۍ پر څرنګوالي يې خبرې کړې دي.

په دې ليدنه کې، هند د سرطان ضد درملو او واکسينونو يوه سمبولېکه محموله د افغان چارواکو سره شريکه کړې، چې د هند چارواکو په وينا، د افغان ولس د فوري روغتيايي اړتياوو د پوره کولو لپاره ترسره شوې ده.

همداراز، هند دا ډاډ ورکړی چې یوه بله لويه محموله، چې درمل، واکسينونه او د ۱۲۸ ټوټه سي‌ټي‌سکن يوه اله پکې شامله ده، به هم ژر افغانستان ته واستول شي، تر څو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د روغتيايي مرکزونو ظرفيت پياوړی شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button