اقتصادمهم خبرونه

طالبانو ادعا وکړه چې په افغانستان کې د نشه‌يي موادو کر او قاچاق ختم شوی

په منځنۍ آسیا کې د مخابراتو او همغږۍ سیمه‌ییز ناسته چې موخه یې د نشه‌يي موادو پر ضد د سیمه‌ییزې همکارۍ ارزونه وه، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي موادو پر ضد مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر ګډون او وینا وکړه.

د طالبانو تر ولکې لاندې د کورنیو چارو وزارت په وینا، منیر ادعا کړې چې د نشه‌يي موادو پر ضد مبارزه د دوی د حکومت یو له مهمو لاسته‌راوړنو څخه ده او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د نشه‌يي موادو کر، قاچاق او پلور کچه نږدې صفر ته رسیدلې ده.

نوموړي د غونډې له ګډون‌والو هېوادونو وغوښتل چې له افغان بزګرانو سره د بدیلو معیشتي فرصتونو د برابرولو برخه کې مرسته وکړي تر څو، د ده په وینا، له افغانستان څخه د نشه‌يي موادو د تولید او قاچاق د بشپړې له منځه وړنې زمینه برابره شي.

دا ادعا داسې مهال مطرح شوې چې افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې د نړۍ له ستر تولیدوونکو د تریاکو ګڼل کېده او پخوانیو حکومتونو تل هڅه کوله چې د کوکنارو د کر پر ځای د بزګرانو لپاره دوامداره بدیلونه پیدا کړي. سره له دې چې طالبانو پراخ تبلیغات کړي، خو د نړیوالو بنسټونو د څار نشتوالی، د شفافیت کمبود او ژور اقتصادي بحران دا ادعاوې له جدي شکونو سره مخ کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button