ټولنه‌یزمهم خبرونه

د تورخم او سپین‌بولدک پوله د بشري مرستو لپاره پرانېستل شوې

په پاکستان کې خبري سرچینو خبر ورکړی چې له دوو میاشتو وروسته، د تورخم او سپین‌بولدک پوله د ملګرو ملتونو د بشري مرستو محمېلو ته بېرته پرانېستل شوې دي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د دې بهیر په لومړي پړاو کې به ۱۴۳ کانټینرونه د ملګرو ملتونو د درېوو اړوندو ادارو له لوري افغانستان ته راوړل شي.

تورخم او سپین‌بولدک هغه مهم سرحدي مسیرونه دي چې افغانستان او پاکستان سره نښلوي. دغه پوله د تېرې مودې د سرحدي ترینګلتیاوو او د طالبانو د ادارې د پالیسیو له امله تړلې پاتې شوې وې. د دغو پولو تړل کېدو د هغو خلکو لپاره چې له سخت انساني بحران سره مخامخ دي، د حیاتي مرستو رسولو بهیر سخت ټکنی کړی و.

طالبانو تر دې دمه د یادو لارو د پرانیستې په تړاو کوم رسمي وضاحت نه دی وړاندې کړی. دغه چوپتیا د خلکو د وضعیت په هکله د طالبانو د بې‌پامي په اړه پراخې اندېښنې راپارولي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button