مهم سرلیکنظرونه

طالبانو د تهران په سیمه‌یزه غونډه کې ګډون ونه‌کړ او ویې ویل چې دغه ډول طرحو ته اړتیا نه لري

طالبانو د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په هغه غونډه کې چې په تهران کې جوړه شوې وه، ګډون ونه‌کړ او ادعا یې وکړه چې دوی ورته طرحو ته اړتیا نه لري.

د طالبانو دغه پرېکړه، چې ځینې یې د دیپلوماتیک بې‌احترامی یوه بېلګه بولي، ښايي یوازې دې سطح ته محدود نه وي.

شواهد ښيي چې په تېرو څلور کلونو کې طالبانو له ایران سره هیڅ کلک، باثباته او نه بدلېدونکی اړیکه نه ده پیاوړې کړې. د طالبانو ټولې اړیکې له ایران سره عمومي، شاته ګرځېدونکې او بې‌استراتیژۍ پاتې شوې دي.

که څه هم کېدای شي شمیري ارقام وښيي چې په لنډمهالي ډول له ایران سره د طالبانو مالي او تجارتي تبادلې زیاتې شوې وي، خو دا چاره د طالبانو د اقتصادي سیاست د ایران پر لور بدلون ګڼل نه‌شي. بلکې دغه تبادلې یوازې تاکتیکي اقدامونه دي، څو پر نورو تجارتي شریکانو فشار واچوي، او امکان شته چې که له نورو شریکانو سره ګټور فرصتونه برابر شي، طالبان به ژر له ایران سره خپل تجارت راکم کړي.

د دې وضعیت یوه بېلګه د سونګ موادو واردات دي. اوس مهال طالبان د افغانستان د اړتیا وړ یوه لویه برخه سوند له روسیې پیرودې، او یوازې د ایران له لارې‌یې انتقالوي.

له دې ټولو څخه څرګندیږي چې طالبان عملاً هڅه نه کوي چې له ایران سره یوه ژوره، دوامداره او نه بدلېدونکې استراتیژیکه اړیکه جوړه کړي.

په داسې شرایطو کې تعجب نه‌لري چې طالبان په هغو سیمه‌یزو فرایندونو کې چې د ایران پر ابتکار پرمخ وړل کېږي، فعال یا معنی‌لرونکی ګډون و نه‌کړي.

د طالبانو دا دریځ دوه روښانه دلایل لري:

لومړی، طالبان له ایران سره ډېر ژور ایدیولوژیک مخالفت لري. د سوریې د تحریرالشام ډلې او د جولاني مثال دا ثابتوي چې سلفي ډلې که خپل ګټې خوندي وګڼي، له امریکا او لویدیز سره جوړ ژوند کولای شي، خو له یو شیعه حکومت سره د دوی مذهبي او هویتي تعارض، د ژورو اړیکو خنډ ګرځي. طالبان هم، چې یو سلفي تحریک دی، له دې قاعدې څخه استثناء نه لري، او دا ایدیولوژیکه شخړه له ایران سره د دوی د اړیکو ژورتیا ته جدي خنډ جوړوي، که‌څو دواړه لوري د ښې اړیکې نمایش هم ورکړي.

دوهم، طالبان د دوحې په هوکړه‌لیک کې له امریکا سره ژمن شوي چې د امریکا له دښمنانو، په ځانګړي ډول له امنیتي اړخونو، سره نږدې اړیکې ونه لري، او له همدې امله دوی نشي کولای چې د امریکا له نظري پرته، په حساسو امنیتي سیمه‌یزو موضوعاتو کې ګډون وکړي.

د همدې دلیل له مخې طالبان د هغو غونډو له ګډون ډډه کوي چې د امنیتي موضوعاتو په اړه وي او د ایران په ابتکار ترسره کېږي.

پر همدې اساس، که مثلاً سراج‌الدین حقاني ژمنه کړې وه چې د افغانستان د ګاونډیانو د غونډې لپاره ایران ته سفر کوي او دا به د یو سورپرایز په توګه ترسره شي، خو وروسته د امریکا تر فشار او ګواښ لاندې له سفر کولو ډډه کړې وي، نو دا به حیرانوونکی نه‌وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button