افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه د ډلهییز ایستلو دوام

له پاکستان او ایران څخه د افغانستاني مهاجرینو د ایستلو لړۍ لاهم دوام لري او یوازې په یوه ورځ کې زرګونه تنه بېرته افغانستان ته راستنول شوي دي. د طالبانو د حکومت د مهاجرت چارو کمېسیون د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) اعلان وکړ چې ۱۰ زره او ۲۵۳ افغان کډوال د پاکستان له خوا د دغه هېواد له پولو څخه ایستل شوي دي.
د دې کمېسیون د معلوماتو له مخې، په همدې ورځ ۳۸۴ نور افغان مهاجر یا خو په خپله خوښه او یا هم په زور د ایران له لوري افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه مهاجر د تورخم، سپین بولدک، بهرامچه، اسلامقلعه او پل ابریشم له پولو هېواد ته داخل شوي دي.
په تېرو اوونیو او میاشتو کې د افغانستاني کډوالو ایستل، په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه ډېر شوي او د سرحدونو پر اوږدو د یوه بشري کړکېچ بڼه یې خپله کړې ده. ډېری کورنۍ پرته له بنسټیزو اسانتیاوو بېرته هېواد ته راستانې شوې دي، په داسې حال کې چې مرسته کوونکې ادارې او نړیواله ټولنه اندېښنه لري چې دا بهیر د ژمي د موسم له نږدې کېدو سره جدي ناورین رامنځته کړي.
سره له دې چې پراخې نیوکې شوي، د طالبانو حکومت تر دې دمه نهدی توانېدلی چې د افغان کډوالو حقونه په ګاونډیو هېوادونو کې مؤثره توګه خوندي کړي او نه هم د هغوی د باعزته بېرته راستنېدو شرایط برابر کړي دي. د کډوالو د مسلسل ایستلو دا عمل، د طالبانو د حکومت پر وړتیا او د هېواد څخه د باندې د افغانانو د وضعیت په اړه جدي پوښتنې را ولاړې کړي دي.




