امنیت او پېښېمهم خبرونه

طالبانو په بلخ کې دوه کسان د جادوګرۍ په تور نیولي دي

د طالبانو اداره وايي، د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې یې دوه تنه د جادو اعمالو د ترسره کولو په تور نیولي دي. دغه کسان د مزارشریف ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکي دي او د خلکو د شکایتونو پر بنسټ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست له لوري نیول شوي دي.

د طالبانو ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کسان د جادو اړوند وسایلو د کارولو پر مهال نیول شوي او د امر بالمعروف دفتر ته انتقال شوي دي. وروسته تر لومړنیو پلټنو، دوی عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د طالبانو چارواکي ادعا کوي چې دغه دوه تورن کسان به د جادويي چلونو په وسیله خلک غولول او له کورنیو یې ډېرې پیسې اخیستې دي. خو تر دې دمه د دغو ادعاوو لپاره هېڅ ډول خپلواک اسناد او شواهد نه دي وړاندې شوي.

له هغه ځایه چې د طالبانو تر ادارې لاندې قضايي سیستم نړیوال مشروعیت نه لري او د تورنو کسانو قضايي بهیر اکثره بې‌شفافیته او له اساسي حقونو محروم وي، د دغو نیول شویو کسانو د برخلیک او د دوی دوسیو د څېړلو څرنګوالي په اړه پراخې اندېښنې راپورته شوې دي. د حقوقي چارو متخصصین وایي، وکیل ته نه‌لاسرسی، له سختو سزاوو ګټه اخیستل او د پرېکړو د شفافیت نشتوالی، د دا ډول قضیو اساسي ستونزې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button