طالبانو د ننګرهار درې مهم کورني شخړې حل کړې ادعا کوي

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست وايي، چې د ننګرهار ولایت په پچیرآګام، حصارک او ګوشتې ولسوالیو کې یې درې عمده کورني اختلافات په سوله ییز ډول حل کړي دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، لومړی اختلاف د پچیرآګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د یوې نجلۍ د واده پر سر رامنځته شوی و. ویل شوي چې دا اختلاف د ناسم فرهنګي باورونو له امله رامنځته شوی و او د طالبانو محتسبینو د ځینو دیني عالمانو او سیمه ییزو مشرانو په مرسته، دا شخړه د دیني سپارښتنو پر بنسټ پای ته رسولې ده.
دويمه پېښه په حصارک ولسوالۍ کې شوې، چیرې چې دوه کورنۍ د اوږدې مودې دښمنۍ ښکار وې. د طالبانو اداره وايي چې د دوی په منځګړتوب او د دواړو خواوو د “اسلامي ورورولۍ روحيې” ته په هڅونې سره، دا دښمني په دوستۍ بدله شوې ده.
دریمه پېښه د ګوشتې ولسوالۍ ده، چې د طالبانو د ادارې په وینا، پکې د یوې ښځې پر وړاندې د کورنۍ تاوتریخوالي قضیه د محتسبینو له خوا څېړل شوې او د شرعي سپارښتنو له مخې، هواره شوې ده. طالبانو ادعا کړې چې د ښځې د میړه کورنۍ ژمنه کړې چې له دې وروسته به ورباندې هیڅ ډول تاوتریخوالی نه ترسره کوي.
که څه هم چې د کورنیو شخړو سوله ییز حل مهم او د پام وړ بلل کیږي، خو د طالبانو د ادارې دا ډول فعالیتونه، د قانوني او خپلواکو قضايي بنسټونو له څار پرته، اندېښنې راوپارولي دي؛ اندېښنې چې ښيي ممکنه بیعدالتي، فشار اچونه او له عدالته نابرابره بهره اخیستنه رامنځته شي.
یوشمېر د بشري حقونو بنسټونه او مدني فعالان اندېښنه لري چې د طالبانو د مذهبي بنسټونو له خوا د شخړو «حل»، پرته له دې چې د نافذه قوانینو او فردي حقونو پام وشي، د ښځو د حقونو نقض او د جوړښتي توپیر دوام ته لاره هواروي.




