د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ایران کې د افغان بندیانو د معلوماتو ټولولو بهیر پیل کړی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په ایران کې د افغان بندیانو د معلوماتو او احصائیې راټولولو بهیر یې پیل کړی دی. دغه وزارت وايي چې د دې اقدام هدف د هغو افغان بنديانو حقوقي او قضايي وضعیت ارزونه ده، چې دا مهال د ایران په زندانونو کې بندي دي.
د دې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د یاد وزارت د قونسلي چارو ریاست له هغو کسانو، چې خپلوان یې د ایران په زندانونو کې بندي دي، غوښتي چې یوه ځانګړې معلوماتي فورمه چې د وزارت له خوا ډیزاین شوې، ډکه کړي او د واتساپ له لارې د ۰۰۹۳۷۸۲۴۴۶۰۴۵ شمېرې ته واستوي.
خو وزارت دا نه ده څرګنده کړې چې دا اقدام د ایران له ډیپلوماتیکو ادارو سره په همغږۍ کې ترسره کېږي که نه، او همداراز دا هم روښانه نه ده چې دا بهیر د کوم مشخص پروګرام له لارې پر مخ وړل کېږي.
دا هم نه دي ویل شوي چې دا مهال څومره افغان اتباع د ایران په زندانونو کې دي او کوم ډول تورونه پرې لګول شوي دي.
له بلې خوا، د طالبانو د حکومت پر مهال د افغانستان د ډیموکراتیک نظام ړنګېدو او د هېواد د بهرنیو چارو د متنازع وضعیت له امله، دا اندېښنې ډېرې شوې دي چې د بهرنیو هېوادونو په زندانونو کې د افغان زندانیانو وضعیت ته به څومره جدي او مؤثره توجه وشي. ګڼ شمېر کورنۍ له طالبانو شکایت کوي چې د قونسلي او بشري حقونو چارو کې حساب ورکونې او شفافیت نشته.




