ملګرو ملتونو له اسراييلو د غزې بنديزونو د لغو او عاجلو مرستو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې د غزې تړانګې اوسېدونکي له سخت بشري بحران سره مخ دي، او د سړې هوا، سېلابونو او پرلهپسې ورانۍ له امله سخت ځورېږي. د دې ادارې د بشري مرستو د چارو مرستيال، تام فلچر، په ټولنیزه شبکه ایکس کې په یوه پیغام کې لیکلي چې د وروستیو سیلابي بارانونو له امله د خلکو لږ شتمني له منځه تللې او د ژوند وضعیت یې لا پسې خراب شوی دی.
ملګري ملتونه وایي چې له خپلو بشري شریکانو سره هڅه کوي چې د مرستو بستهجات متضررو خلکو ته ورسوي؛ خو ټینګار کوي چې د اړتیاوو کچه تر اوسنۍ ظرفيت لوړه ده. فلچر پر اسرایيلو ږغ کړی چې هغه محدودیتونه ژر تر ژره لیرې کړي چې د غزې تړانګې پر تګ راتګ او مرستو داخلېدو باندې یې لګولي دي.
په ورته وخت کې، فرحان حق، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ویاند، ویلي چې د دې سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) کارکوونکي د باران له امله اغېزمنو کورنيو ته د خیمو، پلاستيکي پوښونو او نورو اړینو توکو وېش ته دوام ورکوي.
د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د منځني ختيځ د سولې د بهیر ځانګړي همغږي کوونکي دفتر، د بشري صندوق څخه ۱۸ میلیون ډالر د فلسطین اشغال شويو سيمو ته ځانګړي کړي دي؛ ترڅو د غزې اوسېدونکو ته د خوړو، اوبو، روغتیايي خدماتو او سرپنايي اسانتیاوو په شمول بنسټیزو پروګرامونو ته وده ورکړل شي.
شدید موسمې بارانونو پر هغو میلیونونو فلسطینیانو فشار ډېر کړی چې د اسرایيلو له کلکې محاصرې او محدودیتونو لاندې ژوند کوي او د اساسي ژوند منابعو ته یې لاسرسی خورا محدود شوی. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې ددې حالت دوام د لویې بشري فاجعې لامل کېدای شي.




