په سوریه کې د جولاني ځواکونو تر کنترول لاندې سیمو کې سرکوب زیات شوی

یوې سیمهییزې سرچینې په سوریه کې ویلي، چې د ابو محمد جولاني اړوند ځواکونو تر حاکمیت لاندې سیمو کې د خلکو پر وړاندې د سرکوب او امنیتي فشارونو کچه بېساري لوړه شوې ده. دغه سرچینه ټینګار کوي، چې جولاني خپله ځاناعلان کړې اداره د زور او ترور له لارې پر خلکو تحمیلوي او هڅه کوي، چې لا ډېر نفوذ ترلاسه کړي.
د راپور له مخې، په یادو سیمو کې غیرقانوني اقدامات او د خلکو بېبنسټه نیونې ډېرې شوې دي، چې د ځایي اوسېدونکو جدي اندېښنې یې راپارولي دي. سرچینې وایي، د جولاني اړوند وسلهوال نه یوازې د خلکو اصلي استازیتوب نه کوي، بلکې د دوی افراطي کړنلارې د هیواد بېثباتۍ او ګډوډۍ ته لمن وهي.
یادې سیمهییزې سرچینې خبرداری ورکړی، که دا وضعیت همداسې دوام ومومي او ژر تر ژره ورته د حل لار پیدا نشي، نو د خلکو د نارضایتۍ د انفجار امکان شته، چې کیدای شي یو ژور ټولنیز بحران راولاړ کړي.
سوریه په وروستیو کلونو کې د کورنۍ جګړې او وسلهوالو ډلو د حضور له امله له پراخو شخړو سره مخ شوې ده. ابو محمد جولاني، چې د «هیئت تحریر الشام» مشر دی، د هغو وسلهوالو ډلو له مشرانو شمېرل کېږي، چې پخوا له القاعده سره تړاو درلود.




