اقتصاددوهم سرلیکمهم خبرونه

کابل کې د کورونو کرایې د ډېرېدو له امله خلک شکایت کوي

د ژمي د موسم له رارسېدو سره، د کابل ګڼ شمیر اوسېدونکي د کورونو د کرایو د بې‌ساري او نه زغمل کېدونکي لوړوالي له امله شکایت کوي. دوی وایي، چې په روانو سختو اقتصادي شرایطو کې لوړې کرایې د ډېرو کورنیو له وسې وتلې دي.

روح‌الله، چې د کابل یو تن اوسېدونکی دی، طلوع نیوز ته ویلي، چې پخوا د کور کرایه مناسبه وه او له دوه تر پنځه زره افغانیو پورې بدلون یې درلود؛ خو اوس د نوو رغنیزو چارو او د تقاضا د زیاتوالي له امله، کورونه په خورا لوړو قیمتونو کرایه ورکول کېږي.

رنگین، د دې ښار یو بل اوسېدونکی هم همدې رسنۍ ته ویلي: “کرایې له دوه چنده ډېرې شوې دي او خلک نور د هغې د ورکولو وس نه لري. ډېر شمېر خلک شپه او ورځ د مناسبې هستوګنې په لټه کې دي.”

د کابل د ځینو ملکیتي رهنمایانو چارواکو هم تایید کړې، چې په تېرو میاشتو کې د کورونو کرایه، پلور او ګرو د پام وړ لوړ شوي دي. مسعود، چې یو له دغو رهنمایانو څخه دی، وایي: پخوا دوه خونې کورونه په شپږو تر اوو زرو افغانیو کرایه کېدل، خو اوس دا کرایه لسو تر یوولسو زرو افغانیو ته رسېدلې ده.

نوموړي زیاته کړې، سره له دې چې د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت له مخکې کلنۍ کرایه لس سلنه زیاتېدلو ته ځانګړی حد ټاکلی و او ادعا یې دا وه چې دا پریکړه به تطبیقوي، خو په عمل کې یا دا پریکړه نه ده پلې شوې او یا هم د کورونو له مالکانو له پامه غورځه شوې ده.

رهنمایان د کرایې د لوړوالي اصلي عوامل د ښار نفوس زیاتوالی او له ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان نه د افغان مهاجرینو پراخ بېرته راتګ ګڼي. دا عوامل د دې لامل شوي، چې په کابل کې د کورنو تقاضا زیاته شي او مالکانو د نظارت له نه شتون سره، کرایې تر دوو چنده پورې لوړ کړي.

په روان حالت کې، د قوانینو نه تطبیق او د طالبانو د ادارې له خوا د اغېزمن نظارت نشتون، یو ځل بیا د کابل اقتصادي ستونزو ځپلو اوسېدونکو باندې فشار زیات کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button