امنیت او پېښېمهم خبرونه

په پکتيا کې د نشه‌يي توکو يو لابراتوار وموندل شو او له منځه يووړل شو

د پکتيا د نشه‌يي توکو پر ضد ادارې ويلي چې د دوی پوليسو يو ستر مرکز چې د چرسو د توليد او پروسس لپاره کارېده، د ځاځيو آريوب ولسوالۍ کې موندلی او له منځه وړی دی.

د دغې ادارې په وينا، له يادې فابريکې څخه ۱۲ کيلوگرامه خام چرس او پنځه خريطې هغه مواد چې د چرس د جوړولو لپاره کارېږي، کشف او ضبط شوي دي. دا اقدام د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې په هدف شوی دی.

تر دې عملياتو سره هممهاله، طالبانو پورې اړوندو امنيتي ځواکونو د دند پتان ولسوالۍ درې تنه اوسېدونکي چې په نشه‌يي توکو روږدي وو، نيولي او د درملنې په موخه روغتيايي مرکزونو ته لېږدولي دي.

پکتيا د افغانستان ختيځ کې له ناامنو سيمو څخه ګڼل کېږي او هلته د نشه‌يي توکو پراخ کښت او قاچاق روان دی. سره له دې چې طالبان د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې دعوه کوي، خو زيات شواهد ښيي چې د دوی د ادارې ځينې برخې پخپله د نشه‌يي موادو په توليد او قاچاق کې ښکېل دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button