د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

جرمني افغان کډوالو ته د بېرته ستنېدو لپاره نغدي پيسې وړاندې کړې

د جرمني د کورنيو چارو وزارت يو نوی اقدام پيل کړی چې له مخې يې هغو افغان کډوالو ته چې په پاکستان کې مېشت دي، د بېرته افغانستان ته تللو په بدل کې نغدي مرستې وړاندې کېږي. د «ولت» ورځپاڼې د راپور له مخې، دا وړانديز د «داوطلبانه بېرته ستنېدو» د پروګرام يوه برخه ده چې موخه يې جرمني ته د نورو مهاجرتونو مخنيوی ښودل شوی.

د راپور له مخې، هغو افغانانو ته چې د بيا مېشتېدو د پروګرام له لارې په پاکستان کې موقتي استوګنه لري، د جرمني د مهاجرت ادارې له‌خوا ليکونه استول شوي. په دغو ليکونو کې وړاندیز شوی چې که دوی له مهاجرت تېر شي او افغانستان ته ستانه شي، نو ۱۰ زره يورو به د لومړۍ نغدي انعام په توګه ورکړل شي.

همداراز، تر څنګ يې ۲۵۰۰ يورويي بله مرسته هم ورته ځانګړې شوې، تر څو له پاکستانه د وتلو بهير يې آسانه شي. په يو مشخص مورد کې، يوې څلور کسيزې کورنۍ ته ۲۷۵۰ يورو سمدلاسه او ۱۱۵۰۰ يورو تر بېرته ستنېدو وروسته ژمنه شوې ده.

د جرمني د کورنيو چارو وزارت وياند د تاگ‌شاو شبکې سره په خبرو کې دا اقدامات تأييد کړي او ويلي يې دي چې موخه يې له هغو کسانو سره مرسته ده چې د جرمني لپاره د قبلېدو چانس نه لري. هغه زياته کړې چې دوی ته د راتلونکې يو رياليستيک تصوير وړاندې کېږي، ترڅو د ژوند لپاره واقعي پرېکړه وکړي.

خو دا کړنلاره له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې او د بېرته تلونکو کسانو د امنيت په اړه جدي اندېښنې راپورته شوې دي، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې د طالبانو واکمني په افغانستان کې د ژوندانه شرايط سخت او خطرناک کړي. دا مهال شاوخوا ۲۱۰۰ افغان مهاجر په پاکستان کې د جرمني ته لېږد د تمې په حال کې دي، خو د جرمني د چارواکو وروستي اقدامات د دغو مهاجرو لاره نور هم سخته کړې ده.

د دې پاليسۍ منتقدين باور لري چې جرمني د مهاجرت د بحران د حل پر ځای، خپل انساني مسؤوليتونه د پيسو په وړاندې کولو راکم کړي او د زیان منونکو کسانو ژوند يې له خطر سره مخامخ کړی. په داسې حال کې چې ډېری دا کډوال د طالبانو د مستقيمو تهديدونو له امله له افغانستانه وتلي، بېرته يې ستنول د هغوی پر وړاندې جدي امنيتي خطرونه له پامه غورځول دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button