سعودي عربستان د جنوبي يمن د ستونزې د حل لپاره د هر اړخيزې غونډې هرکلی وکړ

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، رياض د يمن د ولسمشرۍ د مشرتابه شورا د رئيس د هغه غوښتنې هرکلی کوي چې سعودي د يوې پراخې غونډې کوربهتوب وکړي، څو د دغه هېواد د جنوب وضعې د حل مناسبې لارې ولټول شي.
دغه دريځ په داسې حال کې څرګند شوی چې عيدروس الزبيدي، د جنوبي انتقالې شورا رئيس چې د اماراتو ملاتړ لري، د جمعې په ورځ د جنوب د خپلواکۍ د تعقيب لپاره د يو سياسي بهير اعلان وکړ؛ دا کار يو ځل بيا په دې سيمه کې سياسي او ميداني اختلافونه پياوړي کړي.
له دې سياسي تحولاتو سره هممهاله، د ځانباور حکومت پورې اړوند ځواکونه د حضرموت ولايت په لور مخکې تللي او ويلي يې دي چې غواړي د ولايت ټولې پوځي اډې تر خپل کنټرول لاندې راولي؛ يو اقدام چې د پوځي شخړو د پراخېدو اندېښنې زياتې کړې دي.
په همدې لړ کې، راپورونه وايي چې د ځانباور حکومت سره تړلې د «درع الوطن» يا د «وطن سپر» ځواکونو او د جنوبي انتقالې شورا ځواکونو ترمنځ د حضرموت د وادي په «الخشعه» کمپ کې نښتې شوې دي. همدارنګه، د ځانباور حکومت د ملاتړ ايتلاف جنګي الوتکو د همدې کمپ شاوخوا کې د جنوبي انتقالې شورا پر دريځونو هوايي بريدونه کړي دي.
دغه پېښې له هغه وروسته زياتې شوې چې رشاد العليمي، د يمن د ولسمشرۍ د مشرتابه شورا رئيس، د حضرموت والي د «درع الوطن» ځواکونو عمومي قوماندان وټاکه؛ يوه پرېکړه چې د جنوبي انتقالې شورا مخالفت وکړ او له حضرموته يې د خپلو ځواکونو له شا تګ ډډه وکړه.




